ولسوالي چشت شريف – د هرات د غرونو زړه
ولسوالي چشت شريف د هرات ولايت په ختيځ کې، د هندوکش د غرونو په لمنو کې پرته ده. دا سیمه له اوبه، پشتون زرغون او شينډنډ ولسواليو سره ګډه پوله لري او له مرکز هرات څخه شاوخوا ۰۰۱ کیلومتره فاصله لري. د هري رود سيند له دغې ولسوالۍ څخه تېرېږي، چې يوازې د سيمې ښکلا نه زياتوي، بلکې د زراعت او څښاک لپاره د اوبو اصلي سرچينه هم ګڼل کېږي.
آبوهوا، حاصلخيزي او طبعي سرچينې
د چشت شريف غرنی موقعيت، معتدله هوا، حاصلخيځې ځمکې او بکر طبيعي سرچينې دا سيمه ځانګړې کړې ده. زياتره لارې خړې او کوهستاني دي، چې په ژمي کې د واورو له امله کله نا کله بندېږي.
طبيعت او ځايي محصولات
چشت شريف ته د غرونو په منځ کې يوه باغچه ويلای شو. هلته د زردآلو، جلغوزو، مڼو او نورو غرنیو مېوو ونې ډېرې دي. زراعتي ځمکې د زعفرانو، غنمو او ترکاري کر لپاره ډېره مناسبه ده. په وروستيو کلونو کې د زعفرانو کښت ډېر شوی او د خلکو لپاره يوه مهمه اقتصادي منبع ګرځېدلې ده.
امنیت او ټولنيز باور
چشت شريف د هرات له تر ټولو امنو ولسواليو څخه شمېرل کېږي. برعکس د نورو سيمو، دلته کورونه بې له لوړ ديوال او سيمخاردار نه جوړ شوي دي. خلکو کې ټولنيز باور او متقابل احترام ډېر ژور دی. دا امنيت د دیني علماوو د شتون او اسلامي کلتور د پياوړتیا پایله ده.
ښوونه او د ماشومانو ستونزې
که څه هم ماشومان د زدهکړې سره مينه لري، خو ډېری ښوونځي د ابتدایي امکاناتو نه محروم دي. کتابونه، قلمونه، بکسونه او مناسب ټولګي نشته. ځينې درسي صنفونه په جوماتونو کې ترسره کېږي. بيا هم ماشومان د قرآن زدهکړې ته ډېره علاقه لري، او د سورتونو تلاوت يې د لوستلو لپاره قوي اراده ښيي.
کلتور او دیني ارزښتونه
چشت شريف نه يوازې طبعي ښکلا لري، بلکې د روحانيت يوه نښه هم ده. خلک د اسلامي او سنتي کلتور پيروان دي. ماشومان له وړو کلونو قرآن زده کوي او په محلي مجلسونو کې د سورتونو لوستل يو فرهنګي دود دی. ښځې هم د سړو تر څنګ په کورني کار، زراعت او لاسي صنايعو کې بوختې دي.
راتلونکی ته هیله
سره له دې چې ځينې ستونزې شته، خو د چشت شريف خلک هڅاند، مذهبي او هيلهمندان دي. که حکومت او مدني بنسټونه د ښوونې، روغتيا او زيربناوو په برخه کې پاملرنه وکړي، نو چشت شريف کولی شي د افغانستان د پرمختللو کليوالو سيمو لپاره يو بېلګه شي.


