


د سلما بند: غرافیوي موقعیت او اقلیمي شرایط
بند سلما د هرات ښار څخه شاوخوا 071 څخه تر 081 کیلومترو واټن کې موقعیت لري. دا لاره د چشت شریف له ولسوالۍ څخه تېرېږي، چې اکثراً خاورهيې، غرنیزه او سختګذره ده. د ناهموارو، خمراخمو او ستونزمنو لارو له امله، دا سفر شاوخوا اووه ساعته وخت نیسي.
د بند لوري ته د لارې طبیعي ښکلاوې
د بند لوري ته په لاره کې ښکلي کلي، لکه د سلما کلي، لیدل کېږي چې د زردآلو، ګیلاسو او نورو مېوو د ونو په شکوفو، همداراز د طبیعت له بکر ښکلاوو سره، زړه راښکونکي منظره رامنځته کوي. شنې څړځایونه، ژورې درې، او لوړې غونډۍ چې د بند دیوال ته نږدې پرتې دي، د طبیعي ښکلا او پرمختللي انجنیرۍ یو بېساری ترکیب وړاندې کوي.
د بند جوړښت او پراخوالی
بند سلما د یو لوړ، غښتلي او پراخ دیوال لرونکی بند دی چې د اوبو لویه اندازه مهارولی شي. د بند د شاوخوا غونډیو څخه د بند پراخه منظره لیدل کېدای شي، که څه هم د بند اصلي دیوال ته د امنیتي دلایلو له امله مستقیم لاسرسی شونی نه دی.
د بند دومره پراخوالی لري چې د ګوګل د ماهوارهيې نقشه کې هم ټولیزه منظرهيې په یوه وخت نه ښکاري. د بند اوبه له غرونو، درو او طبیعي سرچینو څخه راټوکېږي، او د بند لور ته یې مسیر له پاکو، بکر او نهخراپ شویو سیمو څخه تېرېږي.
د لاسرسي ننګونې او د پراختیا اړتیا
اوسنۍ لار د چدد ته، د خاورو څخه ډکه، نریو سړکونو او د ځینو ځایونو د غرونو د رېزش خطر له امله، ستونزمنه، اوږده او خطرناکه ده. دا حالت د خلکو لپاره د دې طبیعي، انرژيوړ او مهم ځای لیدو ته لاسرسی ډېر سخت کړی. که چیرې دا لاره قیر (آسفالت) شي او بنسټیزه پراختیا وشي، نه یوازې به د خلکو تګ راتګ اسانه شي، بلکې د سیمې د سیاحت، اقتصاد او طبیعي ظرفیتونو کارولو ته هم پراخ فرصتونه رامنځته شي.
پایله
بند سلما یوازې د انجنیرۍ یوه لاسته راوړنه نه ده، بلکې د نړیوالو همکاریو، پرمختګ او طبیعي ښکلاوو یو مهم سمبول دی. دا بند د افغانستان د لوېدیځ زون له ښکلاوو ډک ځایونو څخه شمېرل کېږي چې د سیاحت، کرنې او انرژۍ تولید لپاره ستر ظرفیت لري. که چیرې دې بند ته لا ډېر پام وشي، د بنسټونو پراختیا، ښه معرفي او ساتنه وشي، نو دا به د سیمې د اقتصادي او کلتوري غوړتیا لپاره یو مؤثر ګام وي.