wikiarya.com

د آنلاین ښوونځیو

په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړه وروستیو کلونو کې محدودیتونه لګېدلي، چې دا یې د هغوی لپاره د زده‌کړې لاره ستونزمنه کړې. خو ټکنالوژي نوې لارې رامنځته کړې، چې له لارې یې آنلاین ښوونځي د زده‌کړې زمینه برابروي. په دې لیکنه کې، موږ به ځینې هغه ښوونځي معرفي کړو چې د وړیا یا لږ فیس سره افغان زده‌کوونکو، په ځانګړې توګه نجونو ته د زده‌کړې فرصت برابروي.

آنلاین ښوونځي (Online Schools)

LearnAfghan

nahgfanrA nraeL یو آنلاین تعلیمي پلتفورم دی چې موخه‌یې افغانانو ته د باکیفیته درسي موادو وړاندې کول دي، په پښتو او دري ژبو. دا پلتفورم مختلف درسي او مسلکي کورسونه وړاندې کوي؛ ځینې یې وړیا او ځینې یې د لږ فیس په بدل کې دي. د هر کورس له بشپړېدو وروسته زده‌کوونکي ته تصدیق‌نامه ورکول کېږي چې د nidekniL یا VC لپاره ګټوره ده. ټول درسي مواد د موبایل او ټابلیټ لپاره هم برابر شوي.

ځانګړتیاوې: وړیا تدریس، ویډیويي ښوونه، د افغانستان له تعلیمي نصاب سره برابر
سطح: له اول تر دولسم ټولګي
ژبه: پښتو او دري
وبسایت : fa.nrael

Khan Academy – یو نړیوال وړیا تعلیمي منبع

ymedacA nahK یو له نړۍوالو تر ټولو مشهور آنلاین ښوونځیو څخه دی، چې سلمان خان بنګله‌دیشی ـ امریکایي ښوونکي جوړ کړی. دا پلتفورم غیرانتفاعي دی او موخه‌یې دا ده چې هر زده‌کوونکي ته وړیا، باکیفیته او د هرچا لپاره لاس‌رسی‌وړ زده‌کړه برابر کړي.

دوی مختلف مضمونونه وړاندې کوي لکه ریاضي، ساینس، اقتصاد، تاریخ، برنامه‌نویسي، د ازموینو چمتووالی (TACM ,TAS) او نور.

ځانګړتیاوې:

ویډیويي دروس

د ځان مطابق پرمختګ
ویب‌سایت:gro.ymedacanak
مناسب برای افغان زده‌کوونکي: ځکه دا فیس نه لري او انټرنیټي لاس‌رسی‌یې اسانه دی، نو د نجونو او هلکانو لپاره ډېر مناسب دی.

Maktab93

39batkaM یو وړیا آنلاین ښوونځی دی، په خاصه توګه هغو افغان نجونو لپاره چې له زده‌کړې محرومې شوې دي. دا پلتفورم تعاملي درسي ویډیوګانې، آنلاین ازموینې، او له ښوونکو سره ارتباط وړاندې کوي. زده‌کوونکی کورسونه پای ته رسوي، کورنۍ کارونه سپاري او د ښوونکو له‌خوا اصلاح او فیډبک اخلي.

اصلي ځانګړتیاوې:

تعاملي او وړیا تدریس: له ۷ تر ۱۲ ټولګي پورې باکیفیته درسي ویډیوګانې

ازموینې: له هر درس وروسته آنلاین ازموینه، او لږ تر لږه ۴۰٪ نمرې شرط دی

ښوونکي: مسلکي ښوونکي د زده‌کوونکو پوښتنو ته آنلاین ځواب وايي

کتابتون: پراخ درسي کتابونه او منابع

کنکور چمتووالی: ځانګړی بخش د پوهنتون داخله ازموینې لپاره

د ضعیف انټرنیټ لپاره برابر شوی: د لږ سرعت انټرنیټ لپاره هم کار کوي

آفلاین تدریس: د فلش‌ډرایف له لارې زده‌کړې بسته‌جات هغو سیمو ته چې انټرنیټ نه لري

Afghanistan Youth Foundation – Youth Online School

noitadnuoF htuoY naitsinahgfA د loohcS enilnO htuoY تر چتر لاندې یو وړیا او منظمه متوسطه کچه ښوونځی دی، چې د هغو افغان نجونو لپاره جوړ شوی چې تر شپږم ټولګي وروسته د زده‌کړې اجازه نه لري.

ځانګړتیاوې:

آسان او وړیا لاس‌رسی

تعاملي کورسونه

د افغانستان ټولو سیمو لپاره برابر

زده‌کړه هر وخت او هر ځای

آنلاین ښوونکو ملاتړ

تمرکز پر ډیجیټلي او ژوند مهارتونه

آنلاین ازموینې
https://afghanistanyouth.comویب‌سایت:

Scroll to Top